به بیش از ۲۰۰ خانواده متضرر در ولایت کندز وسایل پروسس سبزیجات، میوه و لبنیات توزیع شد

۱۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ ربیعالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندز به همکاری کمیته بینالمللی نجات (IRC) ، وسایل پروسس سبزیجات، میوه و لبنیات را برای بیوهزنان و خانوادههای بیسرپرست در ولسوالیهای دشت ارچی و امام صاحب توزیع نمود.
بر اساس این برنامه، ۱۰۵ خانواده در دشت ارچی و ۹۵ خانواده در امام صاحب از این کمکها مستفید شدند. این وسایل بهگونه ویژه برای خانوادههایی فراهم گردیده است که منابع درآمدی محدود دارند و توانایی ایجاد کسبوکارهای کوچک در بخش پروسس را دارا میباشند.
مسؤولان گفتند که این کمک نه تنها در کاهش مشکلات اقتصادی خانوادهها اثرگذار است، بلکه در ایجاد فرصتهای کوچک عایداتی در بخش پروسس نیز نقش مهم دارد.
اشتراککنندگان از توزیع این کمکها ابراز خرسندی نموده و تأکید کردند که چنین برنامهها در خودکفایی خانوادهها و تقویت اقتصاد محلی نقش ارزشمند ایفا میکند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سطح کشور توجه ویژهای به توسعه پروسس و بستهبندی محصولات زراعتی دارد. این روند نه تنها در افزایش عواید خانوادهها کمک میکند، بلکه از ضایع شدن محصولات زراعتی جلوگیری نموده و در تقویت اقتصاد خانوادهها اثرگذار است.
کندز کې له ۲۰۰ زیانمنو کورنیو سره د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس وسایلو مرسته وشوه
۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې «آی.آر.سي» د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ سره، د سبو، مېوو او لبنیاتو د پروسس وسایل د کونډو او بېسرپرسته کورنیو لپاره په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې ووېشل.
د پروګرام له مخې، ۱۰۵ کورنۍ په دشت ارچي او ۹۵ کورنۍ په امام صاحب کې له یادو مرستو برخمنې شوې. یاد وسایل په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره برابر شوي، چې د عاید سرچینې یې محدودې دي او د خپل ژوند د ښه والي لپاره د پروسس په برخه کې د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو وړتیا لري.
مسؤولینو وویل، دغه مرسته نه یوازې د کورنیو د اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د پروسس په برخه کې د عاید وړو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یوه مهمه هڅه ده.
ګډونوالو د مرستو له وېش څخه خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول برنامې د کورنیو د ځان بسیاینې او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک رول لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بستهبندۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي. دغه پروسه نه یوازې د کورنیو د عایداتو په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د کرنیزو توکو د ضایع کېدو مخنیوی هم کوي او د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول لري.