د بغلان خوست ولسوالی کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱
د بغلان خوست ولسوالی کې د حیواني درملتونونو څارنه وشوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دبغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت د خوست په ولسوالی کې یو شمېر حیواني درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

کمپاین تطبیق دواهای ضد کرم برای هزاران رأس مواشی در ننگرهار آغاز شد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و تمویل مالی صندوق بین‌المللی انکشاف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت اروزگان بازدید کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر کاری خود به ولایت اروزگان از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

رئیس زراعت پکتیا با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
در مقام ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، نشست هماهنگی میان مولوی سید امین هاشمی، رئیس این ریاست، و انجینر بسم‌الله بسمل، مسئول. . .

بازگشت به خبرها