ننګرهار کې د چرګوړو د تولید فابیرکه جوړه شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۰:۳۳
ننګرهار کې د چرګوړو د تولید فابیرکه جوړه شوه

۲۴ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست وایي، چې ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د تولید یوې فابریکي په کار پيل وکړ چې، له پاکستان څخه به د چرګوړو په وارداتوکې شل سلنه کموالی راولي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رييس ضمير بهسودی وايي، دغه فابریکه چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده په میاست کې د ۶۰۰ زره چرګوړو د تولید وړتیا لري.
ښاغلی بهسودی وایي، چې د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د چرګانو روزنې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر عزيز الله حسام د فابريکې د پرانېستې پرمهال وویل، تر پخوا په کور دننه د چرګانو روزنې برخه پیاوړې شوې او دا څېر فابریکې کولی شي له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.
هغه زياته کړه، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.
ښاغلی حسام وايي، هڅې يې پیل کړي په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر کار وکړي، خو له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.
له پاکستان څخه هره میاشت په زرګونه یو ورځني چرګوړي افغانستان ته د روزنې لپاره واردېږي، خو اوس د کرنې وزارت په همکارۍ په ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې د خصوصي سکټور له لوري د چرګوړو د تولید فابریکې فعالې شوي دي، چې له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راغلی او ترڅنګ یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره ټنه د چرګانو غوښو ته اړتیا لري، چې په کلنۍ ډول هر کال ۲۱۹ زره ټنه یې په هېواد کې د ننه تولیديږي. همداراز افغانستان په کال کې ۱۷۰ میلیونه یوه ورځنیو چرګوړو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څخه ۲۱ میلیونه یې په هېواد کې د ننه تولیدیږي. دغه راز افغانستان په کال کې د چرګانو ۵۶۴ زره ټنه دانې ته اړتیا لري، چې ۲۹۰ زره ټنه یې په هېواد کې دننه تولیديږي.

د چرګانو روزنې د ملي اتحادیي د مالوماتو له مخې په ټول هېواد کې دغوښینو چرګانو اته زره او ۶۵۹ فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې شپږ زره او ۲۴۰ فارمونه یې فعال او په کال کې د چرګانو ۲۱۹ زره ټنه غوښه تولیدوي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها