د ننګرهار شینوارو ولسوالی کې د مصنوعي القاح مرکزونو، فارمونو او د شېدو ټولولو مرکزونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۲
د ننګرهار شینوارو ولسوالی کې د مصنوعي القاح مرکزونو، فارمونو او د شېدو ټولولو مرکزونو څخه څارنه وشوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت اړوند د مالداړۍ رياست استازو او د شینوارو ولسوالی د څارویو د روغتیا، او مالدارۍ مديريت له لورې، په دې ولسوالی کي دمصنوعي القاح وېش مرکزونو او مصنوعي القاح ستيشنونه د غواګانو فارمونو اود شېدو راټولولو مرکزونو  څخه څارنه  ترسره شوه.
  د دغه څارني موخه د بې کيفيته اوغيرقانوني ستراګانو  تطبيق مخنيوي، مصنوعي القاع سټيشنونو ترتيب، تنظيم، نسل اصلاح، غواګانو فارمونواو لبنياتو سکتور پراختیا ده.
د څارني  په پايله کې مصنوعي القاع د وېش مرکزونواو د مصنوعي القاح تطبیق کوونکو ډاکترانو ته چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ورته وشوه، چي خپل  جوازونه واخلی او یایی  نوي کړي. 
همدارنګه ټولو ډاکټرانو ته سپارښتنه وشوه؛ هغه داکتران چې القاح کوي هغوي دې تداوي نکوي او څوک چې تداوي کوي هغه دې القاح نکوي اودغير قانوني ستراګانود تطبيق  څخه ډډه وکړي.  
دغه راز فارمدا رانو ته د حفظ الصحي، تغذیې او دڅارویو په مسلکي ډول روزلو سپارښتنې وشوې،همدارنګه د شېدو راټولولو مرکزونو څخه هم ليدنه وشوه اوشېدو حفظ الصحي ساتلو او پروسس کولو په برخه کې لازمي مشورې ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

BACK TO NEWS