ننګرهار کې د لیمو او مالټو د تازه ساتلو او ژوند مودې اوږدولو په موخه څېړنې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۹
ننګرهار کې د لیمو او مالټو د تازه ساتلو او ژوند مودې اوږدولو په موخه څېړنې پیل شوې

ننګرهار پوهنتـون د کرنې پوهنځي ماسترۍ برنامې دوه تنو محصلينو د ليمو او مالټو په تازه ساتلو باندې د الويرا د محلـول اغيزو تر عنوان لاندې څېړنې دننګرهار د کرنې رياست سره په ګډه همکارۍ جلال اباد بڼوالۍ پراختيايي مرکز د مېوو په لابراتوار کې په لاره اچول شوي.
ددې څېړنو په پايله کې به معلومه شي، چې څنګه کولاې شو د الويرا د محلول په مرسته د ليمو او مالټو د ژوند ساتلو موده اوږده کړو ترڅو د زيات وخت لپاره يې کيفيت او تازه والى وساتو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن محصلینو ته د کرنې وزارت د اصولو له مخې په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې موخه د يادو څېړنو څخه دليدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون استادانو ډاکټر عصمت الله درانی او استاد نور علي نور د ننګرهار د کرنې رياست له رهبرۍ څخه مننه وکړه او خوښي يې وښوده چې دواړه رياستونه يو له بل سره ګډه همکاري کوي او دا همکاري به لا دوامداره وي.
 د يادولو وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي بېلابېلو څانګو شاوخوا ۱۵څيړنې د ننګرهار د کرنې رياست په لابراتوارونو او فارمونو کې عملا جريان لري، چې پایلي به يې په نږدې راتلونکې کې شريک شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS