هلمند کې د نباتي درمل پلورنکو  ټولنه جوړه شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۴۱
هلمند کې د نباتي درمل پلورنکو  ټولنه جوړه شوه

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لار ښوونې له مخې د خصوصي سکتور د ودې او  پراختیا په موخه په‌دې ولایت کې دنباتي درملو پلورونکو او کاروباریانو یوه ګډه اتحادیه جوړه شوه
په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې د هلمند دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت، د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر قاري شفیق الله مبین او په هلمند کې لسګونو د کرنیزو او حیواني درملو پلورونکو او کاروباریانو برخه لرل.
دیادي ټو لنې د رهبرۍ لپاره د نوموړو کاروباریانو ترمنځ په آزاد ډول ټاکنې ترسره شو، چې په پایله کي یې رییس انجنیر محمدابراهیم چها انجیروال وټاکل شو.
ددې ټولنې په جوړېدو سره به په راتلونکي کي یاد کاروباریان د کرنې وزارت لخوا د ورکړل شوي کړنلارې له مخې له بېلابېلو هېوادونو څخه با کیفیته درمل واردوي او بیا به یې ځمکوالو  ته  وړاندې کوي، چې تر ډېره به د بزګرو لپاره مؤثریت ولري. 
ددې تر څنګ به د هغو درملو له واردولو ډډه وشی، چې په هېواد کي یې کارول منع او د بزګرو کښتونو ته زیان رسوي. 
د هلمند دکرنې ریاست به د وزارت مقام د طرزالمل مطابق په راتلونکي کي د کرنیزو درملو کاروباریانو او پلورونکو ته د کار کولو رسمي جوازونه ورکړي تر څو په اصولي ډول خپلي چارې مخته یوسي او په سوداګریز بهیر کې به ورته اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS