هلمند ته د کرنې وزارت د کورني پلټنې چارواکو سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۳۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورني پلټنې چارواکو هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې یادو چارواکو د خپل سفر موخه د هلمند دکرنې رییس سره شریکه کړه. دوی وویل: «د کرنې وزارت مقام په لارښودنه پلان لرو، چې د هلمند ولایت د کرنې ریاست د ١٤٠٢ او ١٤٠٣ کلونو د کړنو ، اسنادو او سوابقو ارزونه وکړو او بیا د خپلو بررسیو او څېړنو راپور د وزارت مقام ته وړاندې کړو.»
د هلمند دکرنې رییس راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته د خپلې ادارې په استازیتوب د څېړنو او ارزونو په پروسه کې د هر اړخیزې همکارئ ډاډ ورکړ.
هغه وویل د څېړنو او ارزونو په برخه کې به ورسره د ټولې ادارې کارکوونکي همکاري کوي، کومو اسنادو، سوابقو او معلوماتو ته چې اړتیا ولري پر وخت به ورسره شریک شي.
یاد پلاوی د خپلو څېړنو او ارزونو په برخه کې یوشمېر وړاندیزونه شریک کړل، چې ورته پر وخت د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۰
Background image

ملاقات با دهاقین و نظارت از قطعه نمایشی گندم در دایکندی

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
 مولوی عبدالصمد مقبول رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی از قطعات نمایشی گندم در قریه میش سفلی بازدید کرده و با دهاقین دیدار نمود.
در این بازدید، مولوی عبدالصمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۳۹
Background image

سفر رئیس اراضی وزارت زراعت به ولایت کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی محمود مظلوم، در یک سفر رسمی به ولایت کندز رفت. هدف این سفر ارزیابی وضعیت زمین‌ها، تقویت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۷
Background image

توزیع تخم لوبیا برای دهقانان مکتب مزرعه در دایکندی

۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی می‌گویند که روند توزیع تخم لوبیا برای دهقانان مکتب مزرعه در ولسوالی‌های نیلی، شهرستان و پاتو با هماهنگی و همکاری. . .

بازگشت به خبرها