هلمند کې د خرما بڼونو د ودې هڅې زیاتې شوې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
هلمند کې د خرما بڼونو د ودې هڅې زیاتې شوې دي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ هـ.ق
په دې وروستیو کې د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅې پیل کړې، ترڅو بزګرانو ته د اصلاح شويو نیالګیو په اړه عامه پوهاوی ورکړي او هغوی ته وهڅوي چې په خپلو ځمکو کې د خرما بڼونه جوړ کړي او له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
د کرنې ریاست د لارښونو په تعقیب، یو شمیر بزګرانو په خپلو ځمکو کې د خرما بڼونو جوړولو ته لېوالتیا وښوده. په دې لړ کې، نن ورځ د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ یو بزګر په خپل شخصي لګښت ۲۰ جریبه ځمکه کې د خرما نوی بڼ جوړ کړ، ترڅو په راتلونکي کې ترې د پام وړ عاید ترلاسه کړي.
د خرما د بڼ جوړولو پرانیستې ته د کرنې ریاست اړوند آمر احمد محب، د تخمونو د تصدیق آمر انجنیر امان الله تسکین، او د بوټو ساتنې مدیر ماسټر نجیب الله حکیمي په ګډون د ولسوالۍ اړوند چارواکي هم ورغلي وو. دوی بزګر ته د اړینو مشورو ترڅنګ په راتلونکي کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
تېر کال، د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او ناوې، نوزاد، موسی کلا، او ګرمسېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست په ۱۰ جریبه ځمکه کې د خرما ننداریز او آزمایښتي بڼونه جوړ کړل، ترڅو بزګران وهڅوي چې په خپلو ځمکو کې د خرما بڼونه جوړ کړي.
د کرنې ریاست د هغو بزګرانو ملاتړ کوي چې د خرما بڼونه لري یا غواړي جوړ یې کړي. دوی ته د بڼونو روزنې او پالنې په برخه کې مسلکي زده کړې او کرنیز توکي ورکول کېږي، او دا ډول مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS