د پکتیا مرکز کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۲
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د ګالو مؤسسې په همکارۍ یوشمېر هغو مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د ګالو مؤسسې په همکارۍ یوشمېر هغو مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۵۵ قطعې کورني چرګان، ۵۰ کیلو د چرګانو دانه، دانه خوري، ابخوري او د مرغانچې جوړولو اړین توکي ورکړل شوي دي. 
دپکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

در ۱۶ ولایت کشور ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی ایجاد و تطبیق شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست توسعه غله‌جات و نباتات صنعتی ریاست عمومی ترویج زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب برنامه‌های انکشافی و ترویجی سال ۱۴۰۵، ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی را در ۱۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

بازگشت به خبرها