د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۱۴
د کرنې وزارت  د اراضۍ لوی رياست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 


۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست له خواه ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سره د ۱۱۰۴ جريبه د ځمکې د لېږد تړون تړلاسليک شو.
یاده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د (۱۹۶) ګڼې ۱۹/۱۱/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د (۵۸۷۹) ګڼې ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس فارياب ولايت دولت آباد او قرمقول ولسواليو کې په (۵۰۰) جريبه ځمکه باندې د تير پارکونو او خانچارباغ ولسوالۍ کې په (۱۱۰۴)  جريبه ځمکه باندې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو لپاره د ترمينل د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت ته ولېږدول شوه.
د يادې ځمکې لېږد تړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پروژو د پلانګذارۍ د تحقیق او تطبيق رییس داکتر رستم حفيظیار د ترمنځ لاسلیک شو.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها