کندهار څخه سلګونه ټنه هندواڼې او خټکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۹:۵۲
کندهار څخه سلګونه ټنه هندواڼې او خټکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي ویي، چې د ۱۴۰۳ ل.ل کال په جریان کې له کندهار څخه ۴۴۲ ټنه هندواڼې او خټکي هند او پاکستان ته صادر شوي دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ ل.ل کال په جریان کې له کندهار څخه ۴۴۲ ټنه هندواڼې او خټکي بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي. دغه صادرات په ځانګړې توګه د هند او پاکستان بازارونو ته رسېدلي دي، چې دا د ځایي کروندګرو لپاره د عاید زیاتوالي او د اقتصاد پیاوړتیا په معنا ده. د هندواڼو او خټکیو ترڅنګ، کندهار د خپلو انارو په صادراتو کې هم بریالی دی. د یادونې وړ ده، چې سږ کال له لوی کندهار څخه تر ۶۰۰۰ ټنه زیات انار بهرنیو بازارونو ته صادر شوي دي.
د کندهار کرنیز محصولات، په ځانګړې توګه هندواڼې، خټکي او انار په هېواد کې د کرنې سکتور د ودې او پرمختګ ښکارندویي کوي. داسې ښکاري چې دغو محصولاتو ته د نړیوالو بازارونو په موندلو سره، نه یوازې د ځایي کروندګرو اقتصادي حالت ښه شوی، بلکې په نړیوال بازار کې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو ارزښت او ځای لوړ شوی دی.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها