د ملګروملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مسولینو د ننګرهار د کرنې رییس سره دهمغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۲۶
د ملګروملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مسولینو د ننګرهار د کرنې رییس سره دهمغږۍ ناسته ترسره کړه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ختیځ زون د پروګرام مسؤل داکتر اجمل مومند، فهیم عمري د کرنې برخي مسؤل،  افغانستان راتلونکي نسلونو موسسې د ختیځ زون مسؤل نجیب الله ثاقب، د همدې ادارې د ننګرهار ولایتي مسؤل انجینر نقیب الله احمدزي او نورو مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره ترلاس لاندې، روانو او راتلوونکو پروژو اړوند ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکی پلانونو په پار ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن راغلو مسؤلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ په ننګرهار کې د بېرو،جلغوزیو، غوزانو، پالونیابوټو کرلو، اصلاح شوي تخمونو، کانالونو، سړو خونو جوړولو، دنیالګیو روزني په درې دولتي نرسریو کې د کاریګرو ګمارلو او نورو اړونده برخو کې د همکاریو  غوښتنې وکړې.
ښاغلي محسن وویل د کرنې میکانیزه کولو په موخه ننګرهار کې داصلاح شوي تخمونو ترڅنګ دکرنیزو محصولاتو پروسس مرکزونو جوړولو او په کوز کونړ ولسوالی کې د بېرو ځنګل پاللو او په راتلونکی کې ورته دنورو امکاناتو برابرولو غوښتنه هم وکړه.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام دختیځ زون دپروګرام مسؤل داکتر اجمل مومند د کرنې رییس څخه دهمکارۍ مننه وکړه او د کرنې او مالدارۍ په مختلفو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مومند وویل د کرنې ریاست سره په همغږۍ هڅه کوي په هغو سیمو کې چې کار نه وي شوي په نښه او لویې پروژې پلي کړو.
دغه راز یې د کانالونو، بندونو، سربندونو او ساختماني پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها