هلمند کې دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۴۵
هلمند کې دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۲ ولسوالیو کې د څارویو دپوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه چې د «اف،اې،او»  په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې ۴۵ زره ډوزه واکسین پر څارویو پلي شي.
تر دې مهاله په دې ولایت کې  سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یاد ولایت دمالدارۍ آمر لخوا یې وخت په وخت  نظارت ترسره کېږي.
د لمپي سکین ناروغي د غواګانو او ګاو مېښو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د حشراتو د چیچلو له لارې خپریږي، یاده ناروغي له انسانانو د بوټانو، جامو، اړینو وسایلو او سامانونو له لارې خپرېږي.
د نوموړې ناروغۍ له امله حیوانات ډنګرېږي، وزن له لاسه ورکوي او د څارویو پوستکي تخریبېږي، ددې تر څنګ په وخیمو حالاتو کی غولانځې پړسېږي چی له دی سره د شېدو تولید کمېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت فاریاب از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
به دعوت رسمی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی. . .

بازگشت به خبرها