د ختیځ زون په کچه د ریفرینس لابراتوار جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۵۷
د ختیځ زون په کچه د ریفرینس لابراتوار جوړولو چارې پیل شوې

۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دختیځ زون په کچه د ۱.۲ میلیونه امريکايي ډالرو په لګښت د ریفرینس لابراتوار « يو پرمختللي لابراتوار» جوړولو چارې پيل شوې .
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د عامې روغتيا وزارت مرستیال مولوي عبدوالولي، د ننګرهار عامي روغتيا رییس مولوي آمين الله شريف، د ننګرهار کرنیز شرکت رییس سیدمحمد نعیم «محمدي» او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون درلود.
دغه لابراټوار د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د جلال آباد ښار شپږمه ناحیه کې جوړېږي
د دې طبي لابراتوار په جوړېدو سره به نه يواځې ختيځوال؛ بلکې ډېری نور هېوادوال به هم بهر ته له تګ څخه وژغورل شي او دلته به ورته د هر ډول لابراتواري معايناتو په وړيا ډول زمينه برابره شي.
د ياد لابراتوار د کار د پرانیستې پر مهال د ننګرهارولایتي ادارې د ګڼو رییسانو سربیره د«یو،ان،ډي،پي» چاراوکو او د رسنيو استازو هم حضور درلود.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها