د هلمند د سنګین ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۲۳
د هلمند د سنګین ولسوالی په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی کرنیزو خدمتونو مسؤلینو لخوا په مېله بازارونو کې کرنیزو درمل پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
په دې ولسوالی کې کرنیز او حیواني درمل پلورونکي چې په ازاده فضاء او نا مناسبه محیطي چاپېریال کې یاد درمل پلورل د زیانونو په اړه یې ورته لازم معلومات ورکول شول او ټینګار وشو ترڅو په راتلونکي ددې ډول پیر او پلور څخه ډډه وکړي .
د سنګین ولسوالی د کرنې مسؤلینو نوموړیو درمل پلورونکو ته هدایت وکړ ترڅو خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي، هغه کړنلاره او لارښونې چې د کرنې وزارت له خوا وضع شوي دي باید پلي کړي تر څو بزګر، مالدار او عام خلک ددغه ډول درملو له احتمالي خطراتو څخه خوندي ووسي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې په غیر فني او مسلکي توګه د کرنیزو او حیواني درملو د پیر او پلور د مراکزو بندولو په موخه له وړاندې یو ګډ کمیسون هم جوړ شوی دی چې په عملي ډول یې خپلې چارې پیل کړي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر جهاد کشاورزی ایران

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران و رئیس ایرانی کمیسیون مشترک همکاری‌های اقتصادی افغانستان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت فاریاب از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

هیئت عالی‌رتبه ایران به رهبری وزیر جهاد کشاورزی وارد کابل شد

۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
به دعوت رسمی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه وزیر جهاد کشاورزی. . .

بازگشت به خبرها