د کندهار تخته پل کې د یو چک ډېم د جوړولو چارې پېل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۳۰
د کندهار تخته پل کې د یو چک ډېم د جوړولو چارې پېل شوې

د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالی د بیانزو سیمه کې د ٥٠٠ زره ډالرو په لګښت د اوبو یوې زېرمې «چک ډېم» جوړولو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د کندهار دکرنې ریاست چارسمبال الحاج ملا عبدالنصیر صفت الله، د ګمرکاتو لوی رییس مفتي محمد عیسی، د کندهار داقتصاد رییس مولوی عبدالسلام بریالی، د کندهار امنیه قومندان، دتخته پل ولسوال او ددې ولسوالی یوشمېر مخورو او سپین ږېرو شتون درلود.
 د کندهار دکرنې ریاست چارسمبال الحاج ملا عبدالنصیر صفت الله وایي، چې دا پروژه ملګرو ملتونو  په مالي همکارۍ پلي کېږي، چې د سیمې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
د کندهار دکرنې ریاست چارسمبال وویل، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
هغه زیاته کړه:«د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو د زېرمې(چک ډېم) دا پروژه د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت پلي کېږي، دغه چک ډېم ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۳ متره لوړوالی لري، چې د یو میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې په جوړېدو سره به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي او هم به ځایي سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شي.»
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف د رامنځته کېدو ډاډ ورکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې دغه پروژه دې د کیفیت له اړخه په اساسي توګه ترسره شي چې د اوږد مهال لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
ځایي خلک هم د یادې پروژې له پیل خوښ دي او وایي، په اقتصادي برخه کې  به ورته زیاته ګټه ولري؛ دوی په دې پروژو کې د برخې اخیستنې سربېره له حکومت غواړي، چې د دا شان پروژو په پلي کېدو سره د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها