لغمان کې د نیالګیو د تولید په پار د ۴۹ شنوخونو چارې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۲۸
لغمان کې د نیالګیو د تولید په پار د ۴۹ شنوخونو چارې روانې دي

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  د مرکز اړوند حکیم آباد سیمې ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د طبیعي سرچینو امر انجینر اصحاب الدین یې ملتیا کوله د دې سفر په ترڅ کې نوموړي د بادامو نیالګیو له تولیدي قوریو او شنو خونو څخه لیدنه وکړه.
 په ورته مهال محمد د یادې سیمې د ځنګلاتي ټولنې غړو سره ناسته وکړه او دوی ته یې د بادامو نیالګیو قورې خړوبول، ناروغیو کنترول، مراقبت  همداراز یې د ځنګلونو دساتنې او بیارغونې په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د جیف سیون پروژې په تخنیکي همکارۍ د ځنګلونو دساتنې او احیا په پار د مرکز په ګډون په علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې  ځنګلاتي ټولنې جوړې شوي او د نوموړو سیمو ټولنو ته د نیالګیو قوري، ۴۹ بابه شنو خونو دجوړولوچارې روانې دي، چې له یادو قوریو څخه به شاوخوا۱۷۰ زره د بادامو نیالګي تولید شي.
بلخوا د یادو سیمو ولسونو او د ټولنو مسؤلینو دکرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو ساتنې او  احیا لپاره به له یاد ریاست سره په ګډه  همکاري کوي اود قوریو بوټو مراقبت ته به جدي پاملرنه کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲
Background image

ارائه آموزش‌های عملی برای محصلان پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پنجشیر و پوهنتون این ولایت، محصلان صنف دوم پوهنځی زراعت پوهنتون پنجشیر جهت فراگیری آموزش‌های عملی به ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

سروی و شناسایی دهقانان سبزی‌کار در ولسوالی خاکجبار انجام شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت کابل در  ولسوالی خاکجبار با همکاری کارمندان مؤسسه استارز، روند سروی و شناسایی دهقانان و باغداران را به هدف حمایت از سکتور زراعت در این ولسوالی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۱
Background image

در شهر قندهار و چهار ولسوالی، ۷۲۰۰ نهال جدید میوه‌دهنده غرس شد

۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار، با حمایت مالی مؤسسه بشری و خیریه کشور ترکیه (آی‌اچ‌اچ) و تحت نظارت مستقیم آمریت امور زراعتی،. . .

بازگشت به خبرها