د هلمند کرنې ریاست کې سکتوري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۵۷
د هلمند کرنې ریاست کې سکتوري غونډه دائره شوه

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
 د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې، د کرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج په مشرۍ میاشتنۍ سکتوري غونډه دئره شوه.
 په یاده غونډه کي د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ عمومي مدیر قاري شفیق الله مبین، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او دکرنیزو چارو آمریت د استازي ترڅنګ، دچاپېریال ساتنې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو  استازو او د ګڼو همکارو کرنیزو  مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
دغونډې په پیل، کې دهلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج د غونډې ګډونوالو سره د مهمو  لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي وهاج وویل: «داچې په تېر کې د هلمند ولایت د نورو برخو ترڅنګ کرنه او مالدارۍ هم متضرره شوې ده، نو هڅه به مو دا وي ترڅو ددې ولایت د ځمکوالو د اقتصادي ودې او بهبود په موخه بنیادي پروژې پلي کړو، ددې ترڅنګ داچې هلمند پراخه ځمکې او اراضي لري تر دې مهاله چې کومې پروژې ددې ولایت لپاره تمویل او منظور شوي دي د ولایت په کچه بسنه او کفایت نه کوي، نو تاسو د اړونده مؤسسو د استازو په توګه له تمویل کوونکو نهادونو سره ددې ولایت د مهمو اړتیاؤ په نظر کې نیولو سره د بنیادي پروژو په منظورۍ کې همکاري وکړئ.»
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې اړونده مؤسسات دې د منظورشوي طرزالعمل له مخې خپلې چارې مخې ته یوسي، کرنې اداره به د پروژو د ښه او موثر تطبیق په برخه کې د یادو مؤسسو سره پوره مرسته او همکاري کوي. 
په یاده ناسته کي د کرنې سکتور اړوند د مؤسسو مسؤلینو د تېرې ربعې په لړکې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په یاده ناسته کي د هرې ادارې مسؤل په خپل وار سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د غونډې ګډونوالو لخوا ورباندې بحث وشو.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS