زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ نورستان کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو
![زعفرانو دودولو په پار هڅې؛ نورستان کې د زعفرانو پیاز ووېشل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-03_at_13.28.01_531c0139.jpg)
۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د ښځو پراختیا پروګرام په مالي او د نواډو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پارون او واما ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو د زعفران پیاز وېشلي دي.
د نورستان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو بزګرانو لسګونه کیلوګرامه د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکیلې دودل دي.
نورستان د زعفرانو تولید لپاره مناسب اقلیم لري، چې تر دې مخکې هم په دې ولایت کې د زعفرانو کرودې ښه پایله ورکړې وه.