د غلام ډاګ مشرانو د ځمکو حل په موخه د ننګرهار دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۹
د غلام ډاګ مشرانو د ځمکو حل په موخه د ننګرهار دکرنې رییس سره وکتل

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دغلام ډاګ کلي مشرانو د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره په غلام ډاګ سیمه کې د تېلو پمپ جوړېدو، غلام ډاګ ځمکواو نورو برخو کې د خپلو ستونزو حل په موخه وکتل.
د مخورو په استازولی شیخ احمد خبرې وکړې او دغلام ډاګ په سیمه کې د تېلو پمپ جوړولو، ځمکو قبالو، وګړو زیاتوالي او ګڼو نورو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.
شیخ احمد وویل غلام ډاګ ځمکه څلور شرعي قبالي لري، او اوس چې پر کومه ځمکه د تېلو پمپ جوړېږي د همدې قباله یې ځمکو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غلام ډاګ ته سفر وکړ او پر سلطاني او مرعي ځمکو د خلکو  کارونه ودرول.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن راغلو مشرانو ته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن وویل موږ به د غلام ډاګ دخلکو قبالې او نور اسناد وڅېړو او د وروستي پریکړې په موخه به یې د غصب مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستوو .

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها