د ننګرهار کانال شرکت کې په نږدې ۲۰ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۳۸
د ننګرهار کانال شرکت کې په نږدې ۲۰ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننگرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د یاد کانال په بېلابېلو سیمو کې نږدې په ۲۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به د ټېر کال په پرتله ډېروي، دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د یاد کانال د مالټو حاصلات درې زره او ۲۰۰ مټریک ټنه ښودل شوې وه.
ښاغلی کظیم ددې کانال د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او د مالټو بڼونو ښه پالنه وبلل.
د ننګر په ولایت کې د مالټو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د مالټې ونې اېښي دي او يا دمالټو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د مالټو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.
په ننگرهار کې د مالټو سربېره د کانال په ځمکو کې خرما، زیتون، غنم، جوار او نور کرنیز توکي هم کرل کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها