خوست کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په افغانستان کې د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند شمل او لکڼو کلیو او د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالی پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې پر هر مالدار د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د یادې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.