د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال د عوایدو کچه د تېر کال په پرتله ډېر شوی

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۴
د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال د عوایدو کچه د تېر کال په پرتله ډېر شوی

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له رسنیو سره ددې شرکت د روان ۱۴۰۲ یم کال د لاسته راوڼو، کړنو او راتلونکو پلانونو د شریکولو پر مهال وویل، چې د یاد کانال د عوایدو کچه د تېرکال په پرتله ډېر شوی دی.
د کانال شرکت رییس وویل، چې تر دې دمه يې ۱۶۷۸ جریبه د کانال کرنیزه ځمکه له غاصبینو خلاصه او  بېرته راګرځولي دي او د نورو غصب شویو ځمکو د راګرځولو لړۍ هم روانه ده.
 مولوی غلام الرحمن کظیم دغه راز وویل، جې د کانال شرکت د ترکاڼۍ فابریکې چارې هم ښه پرمخ روان دي او د یادې فابریکې د توکو پېر-پلور په پار د جلال آباد به ښار کې هټۍ پرانیزي، چې د فابریکې د توکو د پلور ترڅنګ د خلکو فرمایشونه هم ومنل شي.
هغه دغه راز وویل، چې د زیتونو تېلو اخیستلو او ترلاسه کولو په موخه به په ټول هېواد کې او له هېواده بهر هم پلور ځایونه برابر کړي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم عبدالخېلو بلاک په سل جریبه ځمکه کې د ټول هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د سبو د اصلاح شويو تخمونو توليد او تکثيرپېل شوی دی، چې د دې تخم توليد او تکثير سره به په ځان بسيا او نورو هېوادونو ته به هم د افغانستان په نوم صادر شي.
هغه زیاته کړه:  «دهېوادونه کرنه، صنعت او سوداګرۍ پرمختګ کوي موږ هم هډې فارم کې پخپلو شنو خونو کې هایبریډ تخمونه کرلي چې د معلوماتو له مخې په نږدې ګاونډیو هېوادونو کې نشته.»
د ننګرهار کانال شرکت رییس وړاندي وویل، دغه اداره توانېدلې چې د خپلو بڼونو له حاصلاتو او نورو قراردادي سرچينو څخه په ۱۴۰۲ مالي کال کې عوايد راټول کړي.
مولوي عبدالرحمن کظیم د کانال شرکت د مالدارۍ برخې له پرمختګ هم یادونه وکړه، چې د یو شرکت په مټ يې په دوهم فارم کې پخوانې فارم بیا فعال کړی، او په درېيم فارم کې هم په نږدې وخت کې د مالدارۍ پخوانې فارم فعال شي .

کانال د هېواد له سترو زراعتي، اقتصادي او اجتماعي پروژو څخه ده، چې په مرکز جلال اباد او ۷ ولسوالیو کې تاسیسات لري، او کابو ۸۷ زره جریبه ځمکې، ۴ فعاله میکانیزه زراعتي فارمونه، د زیتونو پروسس فابریکه، ساختماني، نجارۍ، ورکشاپ، مالدارۍ فارمونه، اکمالاتي ډیپو، حفظ او مراقبت، درونټې برېښنا بند، د ستروسو د منظمولو او درجه بندۍ فابریکې او رهایشي قصبې لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS