پکتیکا کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱۹
پکتیکا کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز شرنه کې ٥٨٨ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو  په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۷
Background image

توزیع تخم لوبیا برای دهقانان مکتب مزرعه در دایکندی

۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی می‌گویند که روند توزیع تخم لوبیا برای دهقانان مکتب مزرعه در ولسوالی‌های نیلی، شهرستان و پاتو با هماهنگی و همکاری. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۵
Background image

نظارت بر روند توزیع ابزار کاری در دایکندی و آگاهی‌دهی درباره مدیریت منابع طبیعی

9 ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی اعلام کرده است که روند توزیع ابزار و وسایل کاری در سه آبریزه جرف علیا، جرف سفلی و بوکله ولسوالی مرکز، با همکاری موسسه ارتباط. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

نشست رهبری وزارت زراعت با سازمان خوراک و زراعت ملل متحد پیرامون تولید تخم باکیفیت زراعتی

۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی با اشتراک مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در وزارت زراعت دایر شد که. . .

بازگشت به خبرها