خوست کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۲۲
خوست کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "تاسو دغه مظلوم ولس لپاره دکرنې او مالدارۍ په برخو کې په تېره میاشت کې ښه خدامات وړاندې کړي دي، ستاسو موخه باید د لوی خدای (ج) رضا وي."
 ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي.
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو  د بڼونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې دنیالګیو پیوند کول او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې دغه راز د یوشمېر کورنیو او بهرنیو مؤسسو او ادارو استازو د خپلو کړنو راپور او ترڅنګ یې خپلې ستونزې او راتلونکې پلانونه په مفصل ډول د غونډې ګډونوال ته وړاندې کړل. ورپسې د خوست ولایت د استخباراتو استازی بلال خالد له لوری د امنیت په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړل شو او د موُسساتو مسوُلینو څخه یې وغوښتل چې خپل سرې خدامات ونکړي د امارت د قوانینو په چوکاټ کې دې خپل فعالیتونه ولس ته وړاندې کړي.
 په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS