د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال شرکت عواید باید ډېر او خپل پخواني برم ته وګرځول شي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۰:۲
د ننګرهار کانال شرکت رییس: د کانال شرکت عواید باید ډېر او خپل پخواني برم ته وګرځول شي

٢۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د خپلو امرینو او لویو مدیرانو سره په مهمو موضوعاتو اداري غونډه دائره کړه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د څلورګونو فارمونو امرینو، دفتر امر،  حفظ ومراقبت امر، مالي او اداري امر، بشري سرچینو امر، خدماتو مشتریانو امر، پلان امر، مالدارۍ امر، د څارنې لوی مدیریت، حقوقي مشاور ، تدارکاتو لوی مدیریت،  اجراییه لوی مدیر ، صحي لوی مدیر ، مطبوعاتو لوی مدیریت، ترانسپورت مدیریت،  اجاره ورکونې مدیر او نورو چارواکو سره په یوشمېر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وویل، چې د کانال شرکت د عوایدو سرچیني باید زیاتې شي تر څو وکولای شو، چې کانال شرکت خپل پخواني برم ته وګرځوو.
ښاغلي کظیم وویل، چې  د عوایدو نوې او ګټورې سرچینې پیدا او ډېرې کړو، چې له لارې يې د کانال شرکت د عوایدو کچه لوړه او هېوادوالو ته لاغوره خدمات، تولیدات او محصولات وړاندې شي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وویل، چې پدې ټولو برخو کې ستاسي د هر امر او لوى مدير ونډه اړينه او مهمه ده.
 ښاغلی کظیم وویل، چې د روانو، ترسره کېدونکو او راتلونکو مهمو او ارزښتمنو پروژو د ښه تطبیق لپاره منظم پلان او ګډ کار کول اړین دي.
د غونډې په پای کې ټولو برخه والو امرینو او لویو مدیرانو ژمنه وکړه او د کانال شرکت رییس ته يې ډاډ ورکړ چې دوی به د کانال شرکت د عوایدو کچې لوړوالي ته کار کوي، هېوادوالو ته به لا غوره خدمات وړاندې، د ځان بساینې لپآره به خپل تولیدات کاروي او په ګډه به کانال شرکت او هېواد ته کار کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS