دکندهار منګالي فارم کې پراختیایي پروژه پلي کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۵:۱۸
دکندهار منګالي فارم کې پراختیایي پروژه پلي کېږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې ددې ریاست اړوند منګالي فارم د ودې او پراختیا په پار پراختیایي پروژه پلي کېږي.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر مولوی شمس الرحمن موسا، د ځمکوالۍ چارو آمر عبدالنصر«صفت الله» او د طبیعي سرچینو آمر محمد حامد سعادت یې ملتیا کوله ددې پروژې د پلي کولو په موخه له یاد فارم څخه لیدنه وکړه.
د کندهار دکرنې رییس مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د منګالي په فارم کې پراختیایي پروژه پلي کېږي، چې په کې یوه درې خونیزه ودانۍ، د احاطې دېوال او له لمریز سیسټم سره یوه کړۍ څاه شامل دي.
مولوی فضل الباري فضلي له دې فارم څخه د لیدنې په ترڅ کې ددې پروژې د پلي کولو په پار اړونده سیمه بررسي او چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د یاد فارم ستونزې هوارولو او په ټوله کې د فارم ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۴۵
Background image

سروی ابتدایی هفت کانال زراعتی تخریب‌شده در پنجشیر

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، هفت کانال زراعتی تخریب‌شده در ولسوالی رخه این ولایت را سروی و میزان خسارات واردشده به این کانال‌ها را ارزیابی کرد.
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۱
Background image

توزیع مشک‌های المونیمی برای ۱۲۰ مالدار در بادغیس

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
برای ۱۲۰ مالدار در مرکز و ولسوالی‌های مقر، آبکمری و قادس ولایت بادغیس، به‌منظور جمع‌آوری و پروسس بهتر محصولات حیوانی، به‌ویژه لبنیات، مشک‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

ایجاد چهار مرکز پروسس سبزیجات و میوه‌جات در دایکندی

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
چهار مرکز پروسس سبزیجات و میوه‌جات با همکاری کمیته ناروی برای افغانستان و با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی در مرکز این. . .

بازگشت به خبرها