راستنېدونکو کډوالو ته درسېدنې په پار تورخم ته نږدې د دویم موقتي کمپ جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۳۹
راستنېدونکو کډوالو ته درسېدنې په پار تورخم ته نږدې د دویم موقتي کمپ جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي غړی او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې ملتیا کوله تورخم ته نږدې راستنېدونکو کډوالو لپاره د دویم لنډمهالې کمپ جوړولو چارې پرانیسته وکړه.
ددې لنډمهالې کمپ په پرانیست غونډه کې د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند او د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د قمر خیریه بنسټ مشر الماس موند، د کرنې وزارت د عشر او زکات عمومي رییس مولوي شمس الله محمد، د ملي راډيو تلويزيون عمومي ریيس قاري يوسف احمدي، د کليو پراختيا رییس مولوي قسمت الله مبار، د عدلې ریيس مولوي فاتح الله فاتح، د کډوالو چارو رياست مسئولينو، د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسئولينو حضور درلود.
یاد کمپ د قمر خيريه بنسټ په مالي لګښت تورخم ته نږدې لعلپورې سيمه کې د اويا کورونیو لپاره جوړېږي.
د قمر خيريه بنسټ مشر الماس مومند وويل، چې دوی په دې کمپ کې اويا کورونه جوړوي، چې احاطه، يو ۶ په څلورو کې د اوسېدو خونه، پخلنځی، تشناب او حویلۍ به ولري.
الماس مومند وايي، چې په يو کور شاوخوا ۲۲۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي چې هر کور په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
نوموړي وويل، چې دا کمپ به يو جومات، مدرسه، روغتيايي کلينيک، پارک او نور اړونده ملحقات هم ولري.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها