میدان وردګ  کې پر۱۱۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېشل لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۲:۱۲
میدان وردګ  کې پر۱۱۵۰۰ بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېشل لړۍ پیل شو

٢٢ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٩ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارې ددې ولایت پر ١١٥٠٠ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړي دي.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د میدان وردګو والي الحاج قاري بختيار معاذ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازې کاستوب دیوالي او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو سپینه سره وېشل کېږي.
آغلې دیوالي د ولایت مقام له رهبرۍ او کرنې ریاست څخه مننه وکړه چې، د بشري مرستو په وېش کې یې له دوی سره پوره همکاري کړې او زیاته یې کړه، چې په تېرو دوه کلونو کې یې په میدان وردګ ولایت کې د یادې ادارې مرستې د تېر په پرتله دوه چنده شوې او په راتلونکي کې پلان لري، چې یادې مرستې لانورې هم ډېری کړې.
د میدان وردګ ولایت والي الحاج قاري بختيار معاذ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی مننه وکړه، چې د دغه ولایت له اړمنو خلکو سره مرسته کوي او ډاډ یې ورکړ چې دغه مرستې به په پوره شفافيت تر اړمنو خلکو پورې رسېږي.
ښاغلي معاذ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له استازو و غوښتل تر څو د اوبو مهارولو لپاره چک ډېمونه جوړ کړي له يوې خوا به کروندګرو ته د محصولاتو لپاره اوبه پیدا شي او له بل لوري به د سېلابونو را وتلو مخنیوی شوی وي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس له راغلي پلاوي څخه د مننې تر څنګ له دوی و غوښتل تر څو د دغه ولایت بزګرانو د محصولاتو لپاره سړې خونې او د مېوو او لبنیاتو د پروسېس  بسته بندۍ کار خونې جوړې کړي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS