هلمند کې په غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پېر - پلور مخه نیول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۳:۷
هلمند کې په غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پېر - پلور مخه نیول کېږي

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو خدمتونو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له لوري په دې ولایت کې په غیر اصولي او غیر مسلکي ډول د کرنیزو او حیواني درملو د پیر- پلور مخنیوی کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د باباجي ولسوالی د  یکشنبې مېله بازار کې پیل شوه، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کرنیز او حیواني درمل پلورنځۍ وتړل شول.
 د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې او هدایت له مخې په ټولو مېله بازارونو کې ددغه ډول درملو  پیر- پلور  بند شي.
ددې ترڅنګ هغه درمل پلورونکي چې په بازارونو کې دوکانونه لري، خپل جواز لیکونه به دطرزالعمل مطابق دکرنې ریاست څخه ترلاسه کوي، کوم درمل ځایونه چې د کار کولو جوازونه ونه لري فعالیت یې بندېږي.
د یادې پروسې د مخته بیولو لپاره د کرنې ریاست په وړاندیز او د  دولایت مقام د حکم په اساس یو ګډ تخنیکي پلاوی چې په ترکیب کې یې د  ولایت مقامـ ، امنیې قومندانۍ،  مستوفیت،  چاپېریال ساتنې او کرنې ریاست استازي شامل دي، دوی دنده لري چې وخت پر وخت د کرنیزو او حیواني درمل پلورنځیو څارنه او ارزونه وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۶۰۰ دهقان در پنجشیر

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی ویژه‌ای را به‌منظور بلندبردن سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

BACK TO NEWS