د ننګرهار مومندرې کې ۵۵ بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۹
د ننګرهار مومندرې کې ۵۵ بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

٢۷ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ماشوم ساتني اداري په مالې لګښت او د «اې.آر.اي.پي» ادارې په تخنیکې همکارۍ ۵۵ تنو بزګرانو ته د الوګانو زخه لرونکي ساقې یا ټیوبرونه،  کیمیاوي سرې  او کرنیز وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د مومندرې ولسوالی په باسول او هزارناو کلیو کې ۵۵ تنو بزګرانو ته د هر جریب ځمکې لپاره  د الوګانو ۴۵۰ کیلو  ساقې،  ۵۰ کیلو توره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوه.
دننګرهار دکرنې رییس په خبره یادو بزګرانو ته کرنیز وسایل هم  ورکړل شو؛  چې په وسایلو کې کراچی،  تسکوره، سطل، پنجي کش،  بیلچه د درملو پمپ،  دستکشې،  ماسک، رمبې،  لوور،  موزې،  دریشي، ښاخۍ او عینکي شاملې دي. 
دغه راز یادو بزګرانو ته د الوګانو دکښت،  اوبولګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول،  ناروغیو مخنیوي او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS