جلال آباد ښار کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۸
جلال آباد ښار کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت مرکز جلال آباد ښار  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو،  په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل مخنيوي وشي. 
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېري درمل راټول او له مینځه یوړل شوي دي.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکي کار کاوه هټۍ د درې ورځو لپاره وتړل شول او همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړونه وړاندې کړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها