ننګرهار کې پر ۶۲۷ هکتاره ځمکه  ممپلي کرل شوی 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۰
ننګرهار کې پر ۶۲۷ هکتاره ځمکه  ممپلي کرل شوی 

٢۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخي، د ننګرهار په  ۱۱ ولسوالیو کې پر ۶۲۷  هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي .
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې سږ کال د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو «بهسود،  هسکه مېنه، کوزکونړ، بټي کوټ، سپین غر، سره رود، خوږیانو،  پچیراګام، چپرهار، شېرزاد،  او حصارک» کې پر  ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي .
تېرکال په ننګرهار کې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوې وه، چې ۵۱۶ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وه.
دغه راز د ننګرهار د کرنې ریاست د کارکوونکو له لورې بزګرانو ته د  ممپلیو  ناروغیو، اوبولګولو، کرنیزو عملیو، بازارموندنې، سري ورکولو، حاصل ټولو  کې عملي او نظري روزنه هم ور کړل شوې ده.
ممپلي دصنعتي او تيلې نباتاتو له ډلې یو له مهمو نباتاتو څخه دی، چې  ننګرهاري بزګرانو یې د کرلو سره لیوالتیا زیاته شوي ده.  تېر کال د ننګرهار په ۷ ولسوالیو کې ممپلي کرل شوی وه او سږ کال په ۱۱ ولسوالیو کې کرل شوې ده؛  چې سږکال به د تېر په پر تله څو برابره ډېر حاصل ورکړي  .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS