پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار قوریې جوړې شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۶:۲۳
پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار قوریې جوړې شوي دي


۲۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزیو او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
د یاد ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ځاځی اریوب ولسوالۍ د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره د یادو کرنیزو محصولاتو ۸۰ قوریې جوړې کړي دي او قوریه لرونکو  ته د جلغوزې او چهارمغزو د کورنیو قوریو د جوړولو په برخه کې روزنه هم ور کړې ده. په روزنیز پروګرام کې قوریه لرونکو ته د ځنګلونو اهمیت، ساتنه او پالنه او دغه راز د چهارمغزو او جلغوزیو د کورنيو قوریو د کښت، خړوبول، د ښه تخم انتخاب، د هرزه بوټو کنترول، د تخم راټولول او نور اړین موضوعات په عملي او نظري ډول ورښودل شوي دي. 
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۲
Background image

تطبیق پروگرام وقایوی لایم سلفر  در مرکز  ولایت بامیان

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان، توسط تیم تخنیکی مدیریت عمومی حفاظت نباتات و قرنطین، پروگرام وقایوی لایم سلفر را در قریهٔ مالک اشتر مرکز بامیان تطبیق کرد.
در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۲۰
Background image

توزیع بسته‌های غذایی در ولایت سرپل آغاز شد

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت ولایت سرپل، به همکاری موسسه سمون نابینایان افغانستان (ABM)، روند توزیع ۱۴۴۰ بسته مواد غذایی را در ولسوالی‌های گوسفندی، سنگچارک و صیاد آغاز کرد.
هر بسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۵
Background image

آغاز برنامه کار در مقابل پول نقد در شهر تالقان ولایت تخار

۱۷ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار در همکاری  دفتر میشن ایست مقیم ولایت تخار ، برنامه کار در مقابل پول نقد را در شهر تالقان و ولسوالی اشکمش آغاز کرد.
بر اساس این. . .

بازگشت به خبرها