سرمایهگذاری گسترده و افزایش تولید تخم مرغ در هرات؛ صنعت مرغپروری بهسوی خودکفایی
صنعت مرغپروری در ولایت هرات با رشد چشمگیر همراه بوده و بر اساس معلومات مسئولان، بیش از ۱۲۰ میلیون دالر در بخشهای تولید تخم، گوشت و خوراکه مرغ در مرکز و ولسوالیهای این ولایت سرمایهگذاری شده است. مسئولان صنعت مرغپروری هرات در دیدار با مولوی شیرمحمد حاتمی، رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت، اعلام کردند که این سرمایهگذاریها زمینه فعالیت هزاران تن را فراهم ساخته است.
به گفته مسئولان، در حال حاضر روزانه ۲.۵ میلیون تخم مرغ در هرات تولید میشود و اتحادیه تولید تخم گزار مرغی هدف دارد این رقم را در چند ماه آینده به ۴ میلیون تخم در روز افزایش دهد. عبدالقدیر پوپل، رئیس اتحادیههای تولید تخم، میگوید که تلاشهای سرمایهگذاران و حمایت حکومت سبب رشد بیسابقه این صنعت شده است.
او افزود: «حدود ۱۵ هزار نفر در فارمهای مرغ تخمی مصروف کار اند. محصولات مرغ هرات ۷۰ درصد به دیگر ولایتها عرضه میشود. تنها در هشت ماه اخیر ظرفیت تولید این بخش چند برابر شده است.»
در همین حال، مولوی محمدعمر قاصد، آمر خدمات مالداری هرات، میگوید که مجموعاً ۸۰۰ فارم مرغداری در این ولایت فعالیت دارد که از آن جمله ۶۵ فارم تخمگذار میباشند. وی تأکید کرد که برخی فارمها روزانه تا ۴۰۰ هزار تخم تولید میکنند و علاقهمندی مردم به فعالیت در این صنعت رو به افزایش است.
کارگران فارمها نیز از بهبود وضعیت کاری و افزایش سرمایهگذاریها ابراز خرسندی کردند. محمد، مدیر تخنیک فارم فوشنج پروتین در ولسوالی زندهجان، گفت که فارم آنها با ظرفیت ۱۶۰ هزار مرغ و اشتغالزایی برای ۷۰ تن فعالیت دارد. همچنان محمدآصف کریمی، کارگر فارم تخمی در هرات، گفت که روزانه ۱۹۴ کارتن تخم با ظرفیت ۱۸۰ بیضه در هر کارتن تولید میکنند.
هرات از ولایتهای پیشتاز در صنعت مرغپروری در زون غرب افغانستان بهشمار میرود و بر اساس آمار وزارت زراعت، این ولایت در بخش تولید گوشت و تخم مرغ به خودکفایی رسیده است. وزارت زراعت اعلام کرده که تلاشها برای توسعه بیشتر این صنعت ادامه دارد تا هم نیاز غذایی مردم تأمین شود و هم زمینه کار برای باشندگان بیشتر فراهم گردد.
هرات کې پراخه پانګونه او د هګیو د تولید زیاتوالی؛ د چرګانوپالنې صنعت د ځانبسیاینې پر لور
د هرات په ولایت کې د چرګانو پالنې صنعت د پام وړ وده کړې ده او د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هګیو، غوښې او د چرګانو د خوراک د تولید په برخو کې له ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې ده. د هرات د چرګانو پالنې صنعت مسؤلینو د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي سره په لیدنه کې وویل، چې دې پانګونو زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د چارواکو په وینا، دا مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ میلیونه دانې هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید ټولنه غواړي، چې دا شمېر په راتلونکو څو میاشتو کې د ورځې تر ۴ میلیونو هګیو ورسوي. د هګیو د تولید د ټولنې رییس عبدالقدیر پوپل وایي، چې د پانګوالو هڅو او د حکومت ملاتړ د دې صنعت بېساری پرمختګ رامنځته کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «نږدې ۱۵ زره کسان د هګیوچرګانو په فارمونو کې پر کار بوخت دي. د هرات د چرګانو محصولات ۷۰ سلنه نورو ولایتونو ته رسېږي. یوازې په تېرو اتو میاشتو کې د دې برخې د تولید وړتیا څو برابره شوې ده.»
همدارنګه، د هرات د مالدارۍ خدمتونو آمر مولوي محمدعمر قاصد وایي، چې په دې ولایت کې په ټولیز ډول ۸۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي، چې له دې ډلې ۶۵ د هګۍ تولیدوونکي فارمونه دي. هغه ټینګار وکړ، چې ځینې فارمونه هره ورځ تر ۴۰۰ زره هګیو پورې تولید لري او د خلکو لېوالتیا دې صنعت ته ورځ تر بلې زیاتېږي.
د فارمونو کارکوونکو هم د کاري وضعیت له ښه والي او د پانګونو له ډېرېدو خوښي څرګنده کړه. زندهجان ولسوالی کې د «فوشِنج پروتین» فارم تخنیکي مدیر محمد وویل، چې د دوی فارم د ۱۶۰ زره چرګانو پالنې ظرفیت لرونکی دی او ۷۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، محمدآصف کریمي، چې په هرات کې د هګیو په یوه فارم کې کارګر دی، وویل چې دوی هره ورځ ۱۹۴ کارتن هګۍ تولیدوي، چې په هر کارتن کې ۱۸۰ دانې هګۍ وي.
هرات د افغانستان د لوېدیځ زون په کچه د چرګانو د روزنې له مخکښو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، دا ولایت د هګیو او غوښې د تولید په برخه کې تر ډېره ځانبسیاینې ته رسېدلی دی. د کرنې وزارت وایي، چې د دې صنعت د لا پراختیا هڅې روانې دي، تر څو د خلکو د خوراک اړتیاوې پوره شي او هم لا زیاتو کسانو لپاره د کار فرصتونه برابر شي.
