د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست پلاوی بلخ ولايت ته سفر وکړ 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۱۶
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست پلاوی بلخ ولايت ته سفر وکړ 

۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا يو پلاوی چې مشري ېې د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست وزير الحاج شیخ حمدالله نعماني کوي بلخ ولايت ته سفر وکړ.
د تللي پلاوي د سفر موخه د بلخ ولایت په (۱۲) مه ناحیه کې د شهرنو هستوګنیز ښارګوټي موجوده فزیکي وضعیت له نږدې ليدل دي.
په دغه ليدنه کې د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د احکامو او فرامینو د تعقیب او څار لوی ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عمومي رییس مفتي صفي الرحمن خالد، د کورنیو چارو وزارت د اداري واحدونو رییس مولوي محمد اسلم شریفي او د دغه ولايت د استخباراتو، ښاروالۍ او د یاد ښارګوټي یو شمېر انجنیرانو ګډون درلود.
ياد سفر کې د ښارګوټي د ځمکو اړوند یو شمېر اسناد، د ښارګوټي کروکي، او پخواني استعلامونه وکتل شول او غوښتنه وشوه چې په تړاو یې ټول اسناد راوړل شي.
همداراز  د ښارګوټي د ودانیزو چارو د څرنګوالي او د ځمکو په تړاو د حقوقي ستونزو د حل په موخه د ساختماني شرکت له مسؤلینو سره يې هم وکتل او دغه راز یې د معترضو خلکو د قبالو لیدنه او څېړنه هم وکړه.
د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په دولسمه ناحیه کې د شهرنو په نوم هستوګنیز ښارګوټی په (۸۷۰۰) اته زره او اوه سوه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې ځینې لومړنۍ چارې یې ترسره شوي دي.
د يادونې ده، چې د یاد ښارګوټي د ځمکې د ستونزې د حل په موخه تللی پلاوی به تر هر اړخیزو څېړنو او موندنو وروسته، بشپړ راپور چمتو او د ریاست الوزرا عالي مقام ته یې وړاندې کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۹
Background image

توزیع بزهای شیری همراه با خوراک در ولسوالی خانقاه ولایت جوزجان

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه اکتیـد، برای ۵۰ خانواده مستحق در ولسوالی خانقاه، بزهای شیری همراه با خوراک مورد نیاز توزیع کرد.
هر خانواده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

ایجاد ۳۰۰ باغ بادام و شفتالو در جریان کمپاین خزانی در ولایت کندز

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز اعلام کردند که در راستای تقویت تولیدات باغداری و بهبود وضعیت زندگی دهقانان، در جریان کمپاین خزانی، دفتر «داکار» با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین وزارت صنعت و تجارت قرغیزستان 

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با معین وزارت صنعت و تجارت کشور قرغیزستان در کابل دیدار و گفت‌وگو. . .

بازگشت به خبرها