دکابل خاک جبار ولسوالی کې ۲۳ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۴۲
دکابل خاک جبار ولسوالی کې ۲۳ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د«ډي.آر.سي» مؤسسې په مالي او د «آر.آر.اې.اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۲۳ بېوزلو، بې‌سرپرسته او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې.
د کابل دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې د یادې مرستې لپاره د نوم لیکنې لړۍ وړاندې تر سره شوې وه او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه راسه نسلي وزې ورکړل شوې، څو خپلې لبنیاتي اړتیاوې پوره او اضافه محصولات یې بازار ته وړاندې کړي.
د دوی په خبره، د دې مرستې موخه د بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، مېرمنو ته کور دننه د کار زمینه برابرول او د هغوی د عایداتو د کچې لوړول دي، ترڅو په راتلونکي کې د اړتیا پر وخت پر ځان بسیا شي.
د یادو کورنیو د ټاکلو او وېش چارې د ګډو کمېټو لخوا په روڼ او شفاف ډول ترسره شوي، ترڅو مرسته یوازې مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورسېږي.  
دا اقدام د بېوزلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامداره عاید رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

آغاز برنامه آموزشی مراسلات اداری و مدیریت دفترداری در نیمروز

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه در زمینه مراسلات اداری و مدیریت دفترداری با اشتراک کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز برگزار شد.
این برنامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

نظارت از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی در ولسوالی اشکاشم بدخشان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
تیم نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی با حمایت بنیاد آقاخان در ولسوالی اشکاشم نظارت و ارزیابی کرد.
این هیأت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

توزیع وسایل زراعتی برای ۳۵ تن از سبزیکاران در شبرغان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به‌منظور ترویج استفاده از وسایل زراعتی نوین و گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای برای ۳۵ تن از دهاقین سبزیکار در قریه‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS