جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد
۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون چگونگی مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق بهتر بودجه منظورشده سال مالی ۱۴۰۵ برگزار شد.
این جلسه با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی و شماری از رؤسا و مسئولان وزارت زراعت در تالار عبدالوکیل این وزارت برگزار گردید.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این نشست بر انسجام و هماهنگی میان بخشهای مختلف، نظارت و تعقیب پروژهها، رسیدگی به نیازمندیهای دهقانان و مالداران، مصرف مؤثر بودجه، بهبود مدیریت اداری و ارتقای ظرفیت کارکنان تأکید کرد. وی از رؤسای مرکزی خواست تا با سفر به ولایات، از روند تطبیق پروژهها نظارت نموده و نیازها و مشکلات دهقانان و مالداران را از نزدیک بررسی کنند.
وزیر زراعت همچنان بر اهمیت ارائه طرحها و برنامههای مبتنی بر ابتکار و نوآوری تأکید کرده و خدمت صادقانه به مردم را از مسئولیتهای اساسی کارکنان این وزارت دانست.
در ادامه، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، بر مسئولیتپذیری و تلاش بیشتر کارکنان در راستای تطبیق بهتر برنامهها و پلانهای وزارت تأکید نمود.
همچنان مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری، وضعیت کنونی کشور را فرصت ارزشمند برای خدمترسانی به مردم عنوان کرده و بر استفاده مؤثر از امکانات موجود در راستای توسعه سکتور زراعت تأکید کرد.
در این نشست، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت نیز پیرامون فعالیتها، دستاوردها و چالشهای موجود در بخش اراضی معلومات ارائه نموده و تاکید بر خدمت رسانی به دهقانان و مالدارن کشور کرد.
در پایان، گزارش فعالیتها و مصرف بودجه سال ۱۴۰۴ و پلانهای سال مالی ۱۴۰۵ از سوی مسوولان ریاست مالی و حسابی و مسئولان مربوطه ارائه و مورد بحث و بررسی قرار گرفت و جلسه با دعای خیر خاتمه یافت.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه
۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د پراختیايي بودیجې د لګښت څرنګوالي او د ۱۴۰۵ مالي کال د منظور شوې بودیجې د لا غوره تطبیق د څرنګوالي د ارزونې په موخه ترسره شوه.
یاده غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او مسؤلینو په ګډون د دغه وزارت د عبدالوکیل په تالار کې دایره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د بېلابېلو څانګو ترمنځ پر همغږۍ او انسجام، د پروژو پر څارنې او تعقیب، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوو ته پر رسېدنې، د بودیجې پر اغېزمن مصرف، د اداري مدیریت پر ښه والي او د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار وکړ. نوموړي له مرکزي رییسانو وغوښتل، چې ولایتونو ته د سفرونو له لارې د پروژو د تطبیق بهیر له نږدې وڅاري او د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوې او ستونزې په مستقیم ډول وارزوي.
د کرنې وزیر همداراز د نوښت او ابتکار پر بنسټ د طرحو او پروګرامونو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او خلکو ته یې صادقانه خدمت د دې وزارت د کارکوونکو له اساسي مسؤلیتونو څخه وباله.
ورپسې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د وزارت د پروګرامونو او پلانونو د لا ښه تطبیق په موخه د کارکوونکو پر مسؤلیتپالنې او لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ.
همدارنګه، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي نورالدین عمیر د هېواد اوسنی وضعیت خلکو ته د خدمت کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله او د کرنې سکټور د پراختیا په موخه یې د شته امکاناتو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم د اراضۍ په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته یې پر لا ښه خدمترسونې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، د مالي او حسابي ریاست او اړوندو مسؤلینو له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال د فعالیتونو او بودیجې د لګښت راپور او د ۱۴۰۵ مالي کال پلانونه وړاندې شول، چې د ګډونوالو له لوري پرې خبرې اترې او ارزونه وشوه. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
