د پکتیکا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۲۸ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیکا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د پروان ولایت تخنیکي پلاوي ددې ولایت بېلابېلو سیمو ته د سفر په ترڅ کې د امارتي غصب شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه.
باید وویل شي، چې پکتیکا کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.