د هېواد په سویلي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ د لارې د تثبیت په پار د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۳
د هېواد په سویلي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ د لارې د تثبیت په پار د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د هدایت له مخې، د یو رسمي پلاوی په ترکیب کې د وسپنې پټلۍ دلارې د تثبیت په موخه بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو ته سفر کړی دی.
یاد پلاوی د ټول ګټو وزارت په وړاندیز او د یاد وزارت په مشرۍ، د کرنې، دکور او ښار جوړونې، کلیو پراختیا، اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم وزارتونو، ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ادارې له استازو څخه جوړ شوی، چې د یادو ولایتونو د والیانو په حضور کې د وسپنې پټلۍ د لارې تخنیکي مطالعې او ډیزاین لپاره ګمارل شوی دی.
د یاد پلان له مخې، د حیرتان – مزارشریف – هرات او همدارنګه د هرات – تورغونډۍ – نیمروز – فراه – کندهار د وسپنې پټلۍ مسیرونه تخنیکي ارزونه او بررسي کېږي.
اوسمهال یاد پلاوی د ارزونې او تثبیت د بهیر د دوام په موخه کندهار ولایت ته رسېدلی دی.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور تثبیت مسیر خط آهن در ولایات جنوب و شمال‌غرب کشور
۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، طبق هدایت ریاست‌الوزرا امارت اسلامی افغانستان، در ترکیب یک هیأت رسمی به هدف تثبیت مسیر خط آهن به ولایت‌های بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند و کندهار سفر نمود.
این هیأت به پیشنهاد وزارت فواید عامه و به رهبری آن وزارت، متشکل از نمایندگان وزارت‌های زراعت، شهرسازی و مسکن، احیا و انکشاف دهات، اقتصاد، اطلاعات و فرهنگ، معادن و پترولیم، شاروالی و اداره حفاظت از محیط زیست، با حضور والیان ولایات یادشده، جهت مطالعه تخنیکی و دیزاین مسیر خط آهن تعیین گردیده است.
بر اساس برنامه، مسیر خط آهن حیرتان – مزارشریف – هرات و همچنان خط آهن هرات – تورغندی – نیمروز – فراه – کندهار مورد بررسی و ارزیابی تخنیکی قرار گرفته است.
در حال حاضر، این هیأت جهت ادامه روند ارزیابی و تثبیت مسیر خط آهن در ولایت کندهار حضور دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۹
Background image

دلغمان دولت شاه ولسوالی دګډیالې ځنګل کې لګېدلی اور مهار شو

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دولت‌شاه ولسوالی د ګډیالې ځنګل ته د اور د مهارولو لپاره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په. . .

بازگشت