د جلغوزیو محصول راټولولو په پار خوږیاڼو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۲۱
د جلغوزیو محصول راټولولو په پار خوږیاڼو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل  په مشرۍ ګډ پلاوي دجلغوزیو د۱۰ سلنه محصول راټولولو او د قدرتي ځنګلونو ساتلو په موخه خوږیاڼو ولسوالی ته سفر وکړ.
ښاغلي اتل د خوږیاڼو ولسوال، امنیه قومنان، د ترویج مدیرانو او څارنیزو کمیټو مسؤلینو سره د جلغوزیو د مالیې ترڅنګ د ځنګلونو ساتلو، جلغوزیو په فني شکل راټولولو، د ځنګلو د پریکولو مخنیوي او د ځنګلو د بیا رغولو په موخه ناسته ترسره کړه.
په یادې ولسوالی کې د ځایي مسؤلینو او څارنې کمیټو له لورې د ځنګلو د ساتلو او پالنې په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې قدرتي ځنګلونه شتون لري؛ چې د سیمي د ښکلا ترڅنګ یي د اقلیم بدلون په برخه کې مثبت رول لوبولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت