د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت د کرنیزو څېړنو فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت د کرنیزو څېړنو فارم څخه لیدنه وکړه

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پروان ولایت د کرنیزو څېړنو د فارم له بېلابېلو څانګو او لابراټواارونو څخه لیدنه وکړه او د یاد فارم د چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت د کرنیزو څېړنو د فارم د کارکوونکو نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د دغه فارم د ستونزو د حل په موخه اړوندو چارواکو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 
مالي او اداري مرستیال دغه راز د پروان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لابراټوار څخه هم لیدنه وکړه.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از فارم تحقیقات زراعتی ولایت پروان 
 ۲۳ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش 
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت پروان از بخش‌های مختلف  فارم تحقیقات زراعتی و لابراتوار  ولایت پروان بازدید کرده و هدایات لازم را جهت بهبود امور فارم متذکره داد.
در جریان این بازدید معین مالی و اداری نظریات، مشکلات و پیشنهادات کارمندان فارم تحقیقات زراعتی ولایت پروان را استماع نموده و همچنان هدایت و رهنمایی های لازم را دربخش های مختلف جهت حل مشکلات فارم متذکره به مسوولین مربوطه سپرد.
معین مالی و اداری همچنان از لابراتوار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان نیز بازدید به عمل آورد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د جلغوزیو محصول راټولولو په پار خوږیاڼو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل  په مشرۍ ګډ پلاوي دجلغوزیو د۱۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د هېواد په سویلي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ د لارې د تثبیت په پار د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د هدایت له مخې، د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې. . .

بازگشت