د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پلټنې عالي ادارې د دفاعي سکتور د پلټنې له رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۰:۳۰
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پلټنې عالي ادارې د دفاعي سکتور د پلټنې له رییس سره وکتل

٢٣ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند (حاجي سالم) د پلټنې عالي ادارې د دفاعي سکتور د پلټنې له رییس مولوي محمد غازي جلیل سره وکتل.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند (حاجي سالم) وویل: "په یوه اداره کې روڼتیا د کارکوونکو په اخلاص پورې اړه لري، اوس مهال ټول دیني عالمان دي، فساد او ناوړه ګټه اخیستنه نشته."
په ورته وخت کې د پلټنې عالي ادارې د دفاعي سکتور د پلټنې رییس مولوي محمد غازي جلیل وویل: "زموږ اساسي موخه په ادارو کې روڼتیا او سمون دی، تر څو فساد رامنځته نه شي او دخپلو کړنو ځواب ورکړو،  دبيت المال او عامه شتمني ساتنه زموږ د ټولو دنده ده."
په دې کتنه کې دواړو لورو پر هراړخیزو همکاریو او له فساد څخه د پاک او شفاف نظام پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
د پلټنې عالي اداره، چې د دولتي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړه شوې؛ یاده اداره د يوه خپلواک دفتر په توګه د افغانستان اسلامي امارت د بنسټونو د پياوړتيا او په دولتي نظام کې د هر ډول فساد او ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي لپاره د افغانستان د مسلمان ولس او مجاهد ملت لپاره کار کوي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس تفتیش سکتور دفاعی اداره عالی تفتیش دیدار کرد
۲۳ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم)، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی محمد غازی جلیل رییس تفتیش سکتور دفاعی اداره عالی تفتیش دیدار و گفتگو کرد.
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« شفافیت در یک اداره به خلوص نیت کارمندان ارتباط دارد، در حال حاضر همه عالمان دین اند، فساد و سوء استفاده وجود ندارد.»
در همین حال مولوی محمد غازی جلیل رییس تفتیش سکتور دفاعی اداره تفتیش گفت:« هدف اصلی ما شفافیت و اصلاح ادارات است تا فساد به وجود نیاید و پاسخ‌گو باشیم، حفاظت از بیت‌المال و دارایی عامه وظیفه همه ما است.»
در این دیدار دو طرف به همکاری همه‌جانبه و داشتن یک نظام بدون فساد و شفاف تاکید کرده اند.
ادارۀعالي تفتيش که به منظور بهبود و تنظیم امور حکومتی تأسیس گردیده است؛ اداره عالی تقتیش منحیث يك ادارۀ مستقل در راستای استحکام پایه هاي نظام امارت اسلامی افغانستان و جلوگیری از هرگونه فساد و سوء استفاده در نظام حکومتی به ملّت و مردم مسلمان و مجاهد پرور افغانستان کار می‌کند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیا دکرنې رییس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو سره وکتل

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې، چې ددې ریاست یوشمېر نورو چاروکو هم شتون درلود د افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

کندهار کې د نیالګیو روزنځایونو او سبو څخه څارنه او د مورنیو تخمونو نمونې واخیستل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لوېدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت کارکوونکو لخوا، په کندهار ولایت کی د. . .

بازگشت