د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس، سید احمد خالد صاحب‌زاده په مشرۍ، د پلان ریاست کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیالۍ رییسان، د بېلابېلو ریاستونو سلاکاران او تخنیکي کارپوهان ګډون کړی و، چې په ترڅ کې یې د پالیسۍ او پلان رییس د وزارت د رهبرۍ لارښوونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
په غونډه کې ټینګار وشو چې ټولې راتلونکې طرحې باید د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو سره سمې ترتیب او په ټاکلي وخت کې د مالیې وزارت سره شریکې شي. همداراز، د ریاستونو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ او د کرنې سکتور لپاره د اغېزناکو طرحو د چمتو کولو پر چټکتیا هم ټینګار وشو.

برگزاری جلسه هماهنگی جهت ترتیب طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵ در وزارت زراعت
۱۲ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای تخنیکی و هماهنگی به منظور ترتیب و تنظیم طرح‌های سال مالی ۱۴۰۵، تحت رهبری سید احمد خالد صاحب زاده، رئیس پالیسی و پلان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در ریاست عمومی پلان برگزار شد.
در این نشست، روسای معینیت آبیاری و منابع طبیعی، کارشناسان و مشاورین ریاست‌های مختلف اشتراک نموده و رهنمودهای مقام وزارت از طریق رئیس پالیسی و پلان با اشتراک‌کنندگان شریک گردید. در این جلسه تأکید شد که تمامی طرح‌های آینده مطابق با پالیسی امارت اسلامی افغانستان تهیه و در زمان تعیین‌شده با وزارت مالیه شریک گردد. همچنین، بر هماهنگی بیشتر میان ریاست‌ها و تسریع روند تهیه طرح‌های موثر برای سکتور زراعت تأکید صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت