ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې
۱۰ تله ۱۴۰۲ه.ش
١۷ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د غلام ډاګ او باریکاب سیمو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غلام ډاګ، باریکاب او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي او مسلکي کسانو په مرسته د نقشو له مخې د یادو سیمو حدود، نوعیت، کروکي، سکیج، او حد فاصل معلوم او د GPS نقطې واخیستل شوې، چې مساحت یې معلوم او وروسته پري تصمیم ونیول شي.
همدارنګه پریکړه وشوه چې د غلام ډاګ د خلک د ټولو اسنادو سره را وغوښتل شې او د اراضي په دفاترو کې هم اسناد ولیدل شي؛ ترڅو موضوع ښه وڅیړل شي او د وروستي اجرآتو لپاره د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون ته واستول شي.