فراه کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار درمل شیندنه روانه ده
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، په دي ولایت کې د څارویو ساتنځایونه کي د حیواني ناروغیو مخنیوي په پار د درمل شیندنې چارې پیل شوي دي.
د دي پروګرام موخه د څارویو خوندیتوب، د څارویو مضره حشرات او ډول ډول ناروغیو له مینځ وړل او د مالدارانو د اقتصادي زیان مخه نیول دی.
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د بېلابېلو پروګرامونو په پلي کولو سره د کروندګرو او مالدارانو ملاتړ وکړي او د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.