ننګرهار ولایت کې د اقلیم بدلون په نړۍوال کنفرانس کې د کرنې وزیر ګډون

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۷
ننګرهار ولایت کې د اقلیم بدلون په نړۍوال کنفرانس کې د کرنې وزیر ګډون

د اقلیم بدلون په اړه نړۍوال کنفرانس د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري، د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم، د عامې روغتیا  وزیر ډاکټر قلندر عباد، د یوشمېر دولتي ادارو مرستیالانو او رییسانو، د پوهنتونونو استادانو، د چاپېریال ساتنې او د اقلیم  بدلون متخصصینو، بهرنیو مېلمنو او زده کړیالانو په ګډون د جلال اباد په ښار کې پیل شو.
په دې غونډه کې ګډونوالو د اقلیم  بدلون، د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې، د سرسبزۍ او زرغونتیا د پراخولو، د اوبو د بندونو د جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو، د چکډمونو جوړولو او د کرنې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې کنفرانس کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير د اقليمي بدلون پر اهميت، سياسي، اقتصادي او سوداګريزو حالاتو، پراختيايي پلانونو او له نړۍ سره د امارات پر اړيکو خبرې وکړې. او ویې ویل: "د ځنګلونو ساتنې، د اوبو کنټرول او د اوبو مدیریت ته ژمن یو او په دې برخه کې د کرنې وزارت ډېر مسوولیت لري، چې د چکډمونو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو سره د خلکو د ژوند د ښه کولو او د هېواد بیا رغونې  لپاره کار وکړي. د امارت له بریا وروسته موږ د اوبو لګولو سلګونه کانالونه جوړ کړل او د قوش تپې په څېر د لویې پروژې چارې مو پیل کړې. موږ ټول په جهاد کې شریک وو او په اوسني نظام کې هم شریک یو."
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطالله عمري د اقلیمي بدلون د نړۍوالو اغیزو او هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې، چې افغانستان ورسره مخ دی:
"موږ ټول د یوې ځمکې په کره کې ژوند کوو، که په کې هره مثبته کړنه ترسره شي ګټه یې ټولو ته رسېږي، که خرابې چارې ترسره شي، زيان يې ټولو ته رسېږي، راځئ چې د خدای نعمتونو څخه ګټه پورته کړو، له ونې، اوبه هنر او خاورې څخه باید ګټه پورته کړو. 
موږ له ستونزو سره سره ډېرې ګټورې چارې ترسره کړی
تېر کال ۳۵ میلیونه ونې ووېشل شوې، چې طبیعي سرچینې د چاپېریال په ښه والي او د اقلیم د بدلون په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي او په دې برخه کې مو درې بنسټیز کارونه ترسره کړل؛ د ځنګلونو د ساتنې پروګرام چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ځنکلونو د ساتنې په پار ١٢ سوه کسیزه قطعه جوړه شوه، د ځنګلونو بیارغونه او د ځنګلونو د اقتصادي ودې لپاره هم پلان لرو، ځکه خلک د بې وزلۍ له امله ځنګلونه پرې کوي، په دې برخه کې داسې پروګرام لرو چې دا ونې مېوه يي شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.
 د دې هېواد په ٣٥ ملیون خلکو غږ کوو چې په دې پروسه کې د ګډون لپاره هر یو نیالګی کښېنوي، انشاالله ز موږ هېواد ودانېږي."
ښاغلي عمري د راتلونکي کال لپاره د کرنې وزارت د پروګرامونو  په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: "سږ کال  ۳۵ زره مټریک ټنه تخمونه وېشو، تېر کال د بڼوالۍ، غلو دانو او څېړنې په برخو کې مو ګټور کارونه کړي دي او  پراخ پلانونه لرو، چې موږ یې ترسره کوو."
د اقلیم بدلون کنفرانس په ننګرهار ولایت کې درې ورځې دوام کوي، چې نن پرانیستل شو.


اشتراک وزیر زراعت در کنفرانس بین المللی تغییر اقلیم در ولایت ننگرهار

کنفرانس بین المللی تغییر اقلیم با اشتراک مولوی عبدالکبیر معاون سیاسی رییس الوزرا، مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، مولوی ندامحمد ندیم وزیر تحصیلات عالی، داکتر قلندر عباد وزیر صحت عامه، معینان و روسا ادارات دولتی، استادان پوهنتون، کارشناسان محیط زیست و تغییر اقلیم، مهمانان خارجی و محصلان  در شهر جلال آباد آغاز گردید.
در این محفل اشتراک کنندگان در مورد تغییر اقلیم، حفاظت و احیای جنگلات، گسترش سرسبزی، اعمار بندهای آبگردان، احداث کانال های آبیاری، ساخت چکدم ها، توسعه زراعت صحبت نمودند. 
در این کنفرانس مولوی عبدالکبیر معاون ریاست الوزرا در مورد اهمیت تغییر اقلیم، وضعیت سیاسی، اقتصادی، تجارتی، برنامه‌های انکشافی و روابط امارت با جهان صحبت نموده افزود" متعهد برای حفاظت از جنگلات، مهار آب و مدیریت آب می‌باشیم و وزارت زراعت در این زمینه زیاد مسوولیت دارد که با اعمار چکدم ها، کانال‌های آبیاری، کار کند تا این ملک آباد و زندگی مردم بهبود یابد، با پیروزی امارت صدها کانال آبیاری جور کردیم و پروژه‌های عمرانی چون قوش تپه را شروع کردیم، در پیروزی جهاد همه شریک بودیم و در نظام فعلی همه شریک هستیم».
در همین حال مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون تاثیرات جهانی تغییر اقلیم و مشکلاتی که افغانستان با آن مواجه گردیده سخن زده علاوه کرد« یک کره زمین داریم که اگر در آن  هر کار مثبت شود همه سود می‌برند اگر کار بد شود همه متضرر می‌شود و ما به فضل خدا همه چیز داریم باید به کار بگیریم و بالای سرسبزی زمین‌ها کار کنیم و ما با وجود تنگ دستی کارهای ثمر بخشی کردیم سال گذشته ۳۵ میلیون درخت توزیع شد که  منابع طبیعی در بهبود محیط زیست و تغییر اقلیم نقش بسیار مهمی دارد  که در این راستا سه کار اساسی انجام دادیم؛ حفاطت از جنگلات برای حفاظت از جنگلات ۱۲ صد نفر  در بخش قطعه سبز از وزارت داخله نو گرفتیم، احیای جنگلات و همین گونه برای اقتصادی سازی جنگلات برنامه داریم چون مردم از بیچارگی جنگل را قطع میکنند بدین منظور برنامه‌ای داریم که این درخت ها میوه‌ای شود و به مردم فایده برسد پلان داریم که کار کنیم، صدا میزنیم به ۳۵ میلیون مردم این ملک هر کدام  نهال غرس کنند تا در این پروسه سهیم شوند انشالله آباد می‌شویم».
آقای عمری همچنان از برنامه‌های وزارت زراعت برای سال آینده خبر داده گفت « امسال ۳۵ هزار متریک تن تخم توزیع میکنیم، سال گذشته در بخش باغداری،  غله جات و تحقیقان کارهای مثمری انجام دادیم و پلان‌های وسیع داریم  که انجام می ‌دهیم»
کنفرانس تغییر اقلیم برای سه روز در ولایت ننگرهار دایر شده و امروز افتتاح آن بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ رياست څخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ


۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست څخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

بازگشت