د افغانستان زعفران

د زعفرانو پېژندنه:

سریزه:

د زعفران عمومي نوم Saffron  او علمي نوم یې Crocus Sativas ده. زعفران د ځمکې په سر د زنبق کورنۍ ترټولو ګران بیه کرنیز بوټی ده. یاد بوټی د مدیترانه یي اقلیم په سیمه او د استا د لوېدیځ د ۳۰ تر ۵۰ سور شمالي درجو ترمنځ او د ختیځ په ۱۰ تر ۸۰ اوږدو کې د افغانستان او ایران په هغو سیمو کې، چې د باران کچه یې ټېټه، سوړ ژمی او تود اوړی لري ډېره پراختیا مومي.

د زعفرانو مخینه:

د زعفرانوعلمي نومCrocus Satives  له پیل څخه بېلابېلې مفکورې شته چې ځينې یې افسانوي ریښې هم لري.

د زعفرانو د کرکېلي  لومړنۍ کروندې د افغانستان او ایران په ځمکه وه. خو ځینې داهم وایې چې زعفران په اصل کې د مدیترانې له سیمې څخه دی او ځینې بیا د زعفرانو اصلي مخینه نامعلومه ګڼې.

د حضرت سلیمان په وخت کې فلسطین کې کرل شوې وه او د حضرت مسیح په وخت کې له بیت المقدس څخه انګلستان ته یوړل شوه.

زموږ په ګران هېواد کې د زعفرانو د تاریخي مخینې سربېره، هېواد کې د زعفرانوکرکېله په ۱۹۹۱ یم کال کې پیل شو، کله چې کډوال له ایران څخه بیرته راستنه شول د غوریان په ولسوالۍ کې یې د زعفرانو کښت پیل کړ خو په رسمې توګه زعفرانو کرکېلي ته د بزګرانو هڅول او ملاتړ په ۱۹۹۸ م کال کې پیل شو.

د سرچینو په حواله زموږ په ګران هېواد کې د زعفرانو د کرکېلي مخینه دوه زره کلونو ته رسیږي، که څه هم ځینې په دې اند دي، چې افغانستان دهغو سیمو په کتار کې دی، چې د زعفرانو سرچینه ګڼل کیږي.

په افغانستان او نړۍ کې د زعفرانو د صنعت اقتصادي ارزښت:

له زعفرانو هر کال څه باندې ۳۰۰ زره مټریک ټنه تار او وچ شوې پوډر په لاس راځي چې، کابو ۱۰ زره او ۶۰۰ ټنه یې افغانستان تولیدوی. په داسې حال کې، چې افغانستان خاورې او اقلیم ته په کټو هېواد د ۱۰۰ ټنه د تولید وړتیا لري.

د نړۍ په اقتصاد کې د زعفرانو د تولید ټولیز ارزښت اته ملیارډه ډالر آټکل شوې (بي بي سي اکټوبر ۲۰۱۷- د۱۳۹۶ام کال د تلي ۱۲ مه)، چې دمګړۍ د افغانستان ونډه په منځنۍ کچه ۱۲ میلیونه ډالر دی، چې کابو ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړېدای شي.

په ایران کې د زعفرانو د یوکیلو ګرام د تولید لګښت ۸۰۰ ډالره او په افغانستان کې بیا کابو ۵۰۰ ډالره ده، چې د نوي لارو چارو په استفادې سره یې لګښت په في کیلو کې له ۴۰۰ تر ۳۳۰ ډالرو کمېدای شي.

زغفران د کارموندنې په برخه کې تر تولو غوره بوټی کڼل کیږي، چې په منځنۍ کچه هر کال په یوه هکټاره ځمکه کې ۲۷۰ کسان د زعفرانو د کرکېلي، پالنه او راټولوولو بوختیږي.

په نړېواله کچه ورځ تربلې د زعفرانو کارول د زیاتېدو په حال کې ده

له زعفران څخه استفاده په نړیواله سطحه ورځ په ورځ د ډیریدو په حالت کې ده، اقتصاد پوهان وړاندوینه کوي چې د یاد بوټې نړیوال مارکیټ هم ورځ تربلې د پام وړ پرمختګ کوي او په نړيوال مارکېټ کې به زعفران ډېر ژر په یو اسټراټیژیک محصول بدل شي.

په وروستیو ۱۶ کلونو کې د زعفرانو د پرتلنې بیه ښیي، چې د یاد محصول بیه صعودي پرمختګ لري.

د زعفرانو د پرتلنې بیه په اخیری ۱۶ کالونه ښیې چې د یاد محصول په بیه  کې په لویه سطحه لوړوالی راغلی دی، زعفران يه ۲۰۰۰ م کال کې ۶۰ زره هکتاره ځمکه باندې کرل کېدل، چې تولید یې ۱۹۰ ټنه او د هر کیلو ګرام بیه ۲۰۰ ډالر وه، حال دا چې په ۲۰۱۷ م کال کې د کرلو کچه ۱۲۰ زره هکتاره (کوچکی، ایسنا، ۲۰۱۷)  تولید يې ۳۷۷ ټنه او د هرګیلوګرام بیه یې له ۱۶۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ډالرو ته پورته شوې ده. (سایت اسپوټنیک افغانستان ۷ اکټوبر ۲۰۱۷)

افغانستان لپاره د زعفرانو ارزښت:

  • د اوړي په موسم کې زعفران اوبو او اوبولګولو ته اړتیا نه لري، د حجم د کموالي له امله یې د لېږد رالېږد چاره اسانه ده.
  • د زعفرانو د راټولولو او پروسس کابو ۸۰ سلنه چارې د مېرمنو او دکورنۍ د نورو غړو له خوا ترسره کیږي.
  • د بې کاري په وخت (لړم او لیندۍ) میاشتو کې د کلیو خلکو ته د کار زمینه برابروي.
  • د ناروغیو او حشراتو پر وړاندې مقاومت او د نړیوال بازارغوښتنه د زعفرانو یوه بله ځانګړنه ده .
  • د ځینو نباتاتو په خلاف هرکال د ځمکې جوړولو او کرلو ته اړتیا نه لري ( د زعفرانو غوټې ترڅوکالو پورې په ځمکه کې پاته کیږي).
  • افغانستان د نړۍ له هغو سیموڅخه ده، چې په وچه کې قرار لري.  
  • په پرلپسې ډول له وچکالیو سره مخامخ دی.
  • په اوړی کې د اوبو کموالی.
  • ډېر او کم لګښته کارګر  
  • زعفران او کاري فرصتونه:

    د کارموندنې په برخه کې د کرنیزو محصولاتو په ډله کې زعفران ترټولو غوره بوټی دی. د تولید د درې ګونو پړاونو د ترسره کولو په پار په کال کې په منځنۍ کچه د کارموندې فرصتونه یې ۲۷۰ ورځې اټکل شوي دي.  

    د زعفرانو تولید کونکي هېوادونه:

    •   د راپورونو له مخې په ۳۰ هېوادونو کې زعفران کرل کیږي.( شریعتی مقدم، ایسنا ۲۰ اسد ۱۳۹۵) چې تیر کال ایران د ۳۳۶ ټڼو زعفرانو په تولید سره لومړۍ، هند د ۲۲ ټنو په تولید سره دویم، افغانستان د ۱۰ ټنو په تولید سر درېیم، یونان د ۷.۲ ټنو په تولید سره څلورم، مراکش د ۲.۶ ټنو په تولید سره پنځم، اسپانیا د ۲.۳ ټنو په تولید سره شپږم، ایټالیا او چین د یوټن زعفرانو په تولید سره  ۷ او ۸ مقام درلود. (بی بی سی سی اکتوبر ۲۰۱۷ - ۱۲ میزان ۱۳۹۶) . 

    په افغانستان کې د زعفرانو اوسنی حالت:

    په اوسني حالت کې د زعفرانو کیفیت د کنټرول دوه لابراټواره، له سلوڅخه ډېر د زعفرانو د وچولو دستګاوې وېشل، د زعفرانو تولید، پروسیس او مارکیټ موندلو په برخه کې له ۴۳ څخه د ډېرو کورني خصوصي شرکتونو فعالیت، نارینه او ښځینه و لپاره  له ۲۴ څخه ډېر دزعفرانو ټولنې جوړول، د نړیوالو شرکتونو لېوالتیا، له افغاني زعفرانو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او امریکا او اورپا کې د زعفرانو پېرل یو له طلایې فرصتونو څخه دی، چې له دغو فرصتونو څخه په استفادې سره دافغانستان د زعفرانو کاوبار هیله بښوونکي راتلونکې لري.

    هر یو مترمکعب اوبه یوګرام زعفران تولید وي، چې بیه یې شاوخوا ۲ ډالره کیږي. په ورته وخت کې د زعفرانو ۱۰ کیلوګرامه غوټې هم ورسره تولیدیږي. که چیرې د هرې کیلو منځنۍ بیه ۴ ډالر په پام کې و نیسو نو ټولټال ۶ ډالره کیږي او په دې اندازه اوبو یوکیلو ګرام غنم، ۶ کیلوګرامه کچالو او ۶.۵ کیلوګرامه لبلبو تولیدیږي. (کوچکی- ایسنا –سپتامبر ۲۰۱۷) چې د هغو بیه څوځلې له یوګرام زعفران او ۱۰ کیلوګرامه غوټۍ څخه کمه ده.  

    دغه راز په  ۲۰۰۶م کال د ترسره شویو مطالعاتو له مخې، چې د زعفرانو پرتلنه له نورو کرنیزو محصولاتو سره تر سره شوه د زعفرانو ګټه له ټولو نباتاتو څخه ډېره وه. د مثال په ډول په ۲۰۰۶م کال کې د یو جریب تاریاکو عاید شاوخوا ۸۰۰ ډالر ؤ حال دا چې د یو جریب زعفرانو خالص عاید د ۱۰۰۰ ډالر ؤ او د یو جریب غنموخالص عاید په ۲۰۰۴ کال کې ۶۰ ډالر او د زعفرانو عاید شاوخوا ۵۶۰ ډالر ؤ.

    • د نړۍ په کچه د زعفرانو ټولیز اقتصادي ارزښت اته میلیارډه ډالر ده. په وروستیو کلونو کې زعفرانو بازار په منځنۍ کچه په کال کې ۳۰ سلنه پرمختګ کړې.

    •  په افغانستان کې د زعفرانو د کرکېلي ټولیزه سیمه پنځه زره او ۲۰۰ هکټاره ځمکه ده چې د کال ۳۶ سلنه وده ښیي.

    •    دمګړۍ افغانستان د نړې دوه سلنه زعفران تولیدوی، خو په پانګونې سره دغه شمېره ۵۰ سلنې ته لوړېدای شي.

      د زعفرانو بیه په تېرو ۱۶ کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی د مثال په ډول د یوکیلوګرام بیه يې له ۲۰۰ ډالرو څخه ۱۲۰۰ ډالرو ته پورته شوې ده.