د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار په چپرهار، پچیراګام او هسکې مېني ولسوالیو کې دنارینوو اومېرمنو جوړ شویو صنفونو ته خوسۍ ووېشل شوې.

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار په چپرهار، پچیراګام او هسکې مېني ولسوالیو کې دنارینوو اومېرمنو جوړ شویو صنفونو ته خوسۍ ووېشل شوې.
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې د خوړو خوندیتوب تر نامه لاندې پروژې له لورې په یادو ولسوالیو کې۲۶۰ بېوزله او ناچاره نارینه او مېرمنو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه خوسۍ ورکړل شوې.
نوموړی وویل د موسسي د شرایطو مطابق هره خوسۍ یو کلنه محلي دو رګه دی؛ چې ناروغیو څخه پاکې او د هرې ژوندۍ خوسۍ وزن له ۱۰۰ تر ۱۳۰ کیلو پوري دي.
د ننګرهار د کرني ریاست د مالدارۍ آمر زیاته کړه یاده مؤسسه د یادو ولسوالیو سربېره په یوشمېر ولسوالېو کې هم ناچاره مېرمنو ته د مالدارۍ دپیاوړتیا په موخه په ورته شرایطو  برابر خوسۍ وېشلي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت