د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ رياست څخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۵۵
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ رياست څخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ


۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست څخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې د تصفيې، استملاکي پروژو د همغږۍ، د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې او سروې کدستر رياستونو څخه تخنيکي او مسلکي کارمندان ګډون لري.
ددې سفر په ترڅ کې د اراضۍ ریاست تخنیکي ټیم، د برېښنا شرکت او د ياد ولايت د کرنې رياست د مسؤلینو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د استملاکي پروژو د همغږۍ رياست د بندونو او خطی پروژو عمومي مدیر سید مصطفی نجفي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په پار خبرې وکړې او خپل وړانديزونه يې د بغلان ولايت د کرنې رياست او برېښنا شرکت مسؤلینو سره شريک.
د يادونې ده چې د يادې موضوع په تړاو څو ځلې د دغې پروژې د ستونزې د حل په موخه د برېښنا شرکت او اراضۍ لوی رياست مسؤلینو او تخنيکي پلاوي ترمنځ غونډې نيول شوي وې خو نهايي پايلې ته نه وو رسيدلي.
په دې ناسته کې د اړوندو خواوو مسؤلینو پرېکړه وکړه، چې باید ټیمونه سیمې ته واستول شي او په کومو ولایتونو کې چې ستونزې ليدل کېږي په کډه هغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
په پای کې چارواکو پرېکړه وکړه، چې د ولايت سربېره ټيمونه ولسواليو ته هم سفر وکړي او په هر ځای کې چې ستونزه ترسترګو کېږي هغه ته په خپل وخت رسيدګي وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت